جلالتمآب آقای رئیس،
جلالتمآب سرمنشی سازمان همکاری های اقتصادی،
وزرای محترم، مهمانان گرامی،
برای من جای افتخار است که امروز در این مجمع برجسته که به مناسبت بیستمین نشست شورای وزیران ایکو تدویر گردیده است، سخن میگویم. اجازه دهید تا در آغاز مراتب قدردانی خود را از کشور آذربایجان به خاطر میزبانی این رویداد در شهر زیبای باکو و از مهمان نوازی سخاوتمندانه دولت و مردم آذربایجان ابراز نمایم.
من خرسندم تا به جلالتمآب داکتر شمیل السکروف منحیث سرمنشی جدیدی ایکو تبریک گفته و اعتماد دولت خود را مبنی بر اینکه ایشان به صورت مؤثر در راستای ترویج اهداف و فعالیت های ایکو کمک خواهند نمود، ابراز دارم.
من همچنان میخواهم تا از این فرصت استفاده نموده از دولت ترکیه و به خصوص از برادرم جلالتمآب آقای احمد داوود اغلو، وزیر امور خارجه ترکیه، به خاطر تعهد دولت ایشان و تعهد شخص ایشان، و ترویج دیدگاه سال 2015 ایکو و به خاطر میزبانی نوزدهمین اجلاس سران ایکو سال 2010 در استانبول، ابراز تشکر نمایم.
افغانستان و آذربایجان دو ملتی هستند که با یکدیگر از طریق پیوندهای اعتماد، دوستی، و منافع مشترک مرتبط میباشند. ما چشم براه تحکیم بیشتر روابط مثبت، دوستانه و مثمر ثمر دوجانبه و همکاری ها از طریق افتتاح قریب الوقوع سفارت خانه ها در پایتخت های هر دوکشور هستیم.
به من اطلاع داده شد که مقامات ارشد ما برای دو روز متوالی نشست های مفید کاری را قبل از نشست شورای وزیران، در این مکان داشته اند. من از نتایج این نشست ها استقبال مینمایم و از ریاست آذربایجان و سکرتریت سازمان ایکو به خاطر کمک ها و دستاوردهایشان قدردانی مینمایم.
ما بر اهمیت تجارت منحیث یک عرصه اولویتی برای ارتقاء انسجام اقتصاد منطقوی، شکوفا ساختن ظرفیت های خود، و جذب سطوح مختلف از سرمایه گذاری های مستقیم خارجی در این زمینه تاکید مینماییم. افغانستان انتظار میزبانی چهارمین مجمع تجارتی ایکو و نشست های خریداران و فروشندگان در خصوص سکتور های پارچه و مواد معدنی در کابل، میباشد.
ما به صورت جمعی میتوانیم با متمرکز کردن تلاشهای خودبروی دسترسی آزادتر به مارکیت های بیرون از منطقه ایکو برای مواد خام و محصولات تکمیل شده ساخت کشور های عضو ایکو، سود ببریم. در حالی که منطقه ما به صورت تدریجی در حال پیوستن به اقتصاد جهانی میباشد، ما از رفع موانع تجارتی، ترویج تجارت فرا منطقوی و همچنان سهمگیری بیشتر منطقه ایکو در رشد تولید خالص و تجارت جهانی، حمایت مینماییم.
با در نظر داشت این حقیقت که تجارت و سرمایه گذاری بین المنطقوی در منطقه ما نسبت به مناطق دیگر در جهان بسیار پایین بوده، من اعتقاد دارم که بهبود سرمایه گذاری ایکو و انکشاف سکتور خصوصی ضرورت به تقویت بیشتر، بشمول بانک تجارتی و انکشافی ایکو دارد. من خرسند هستم که افغانستان با بانک ایکو یکجا گردیده و انتظار داریم که بانک ایکو را در تلاش های مان برای تطبیق اولویت های ریکای پنجم و تدابیر اعتماد سازی مهم منحیث بخشی از پروسه استانبول برای همکاری های منطقوی، بگنجانیم.
همچنان در عرصه حمل و نقل پیشرفت محسوسی صورت گرفته است. آغاز کار موفقانه خط آهن کانتینری در امتداد مسیر اسلام آباد - تهران – استانبول و همچنان کاروان وسایط باربری راه ابریشم سازمان ایکو، نقاط عطفی برای هموار سازی راه برای تجارت و سرمایه گذاری در امتداد گذرگاه های اقتصادی عمده منطقه، میباشند.
انکشاف زیربنای ترانسپورت، انرژی و ارتباطات که کشور های عضو ایکو و جهان خارج را با همدیگر وصل مینماید، میتواند بیشتر توسع یابد. در این زمینه، یک گذرگاه کلیدی حمل و نقل و ترانزیت که از افغانستان منشاء گرفته و از طریق چندین کشور های عضو سازمان ایکو به اروپا و فراتر از آن میرسد، گذرگاه دریای سیاه میباشد. این گذرگاه خط آهن مقدمتاً افغانستان را به دریای مدیترانه از طریق ترکمنستان، آذربایجان، گرجستان و ترکیه وصل مینماید و به ما و همه کشور ها در منطقه یک مسیر اضافی حمل و نقل و ترانزیت به آبهای باز را میسر میسازد.
افغانستان همچنان از تدابیر اتخاذ شده در سال 2012 در خصوص گشایش یک خط آهن از چین به اروپا که از کشور های جمهوری قرغزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران و ترکیه می گذرد، حمایت مینماید. طوریکه شما آگاهی دارید بررسی های ابتدایی بخش افغانستان این خط بین القاروی در این اواخر تکمیل گردیده و ما آرزو داریم تا مطالعات در مورد کشور های دیگر منطقه هم به زودی تکمیل گردد.
برداشتن گام های جسورانه در جهت تسریع در کاهش موانع و همچنان ساختن یک زیربنای قرن بیست و یکم برای تجارت و ترانزیت منطقوی یک ضمانت بهتر برای حفظ و پایداری سرمایه گذاری مهم که توسط افغانستان، کشور های عضو سازمان ایکو و شرکای بین المللی ما در جریان دهه گذشته صورت گرفته است، میباشد.
بعلاوه، طوریکه اکثریت نفوس منطقه ما مصروف زراعت هستند، بدین ترتیب ما توسعه همکاری میان اعضای ایکو در انکشاف پوتنسیل زراعتی و امور مربوط به زراعت را در منطقه ایکو ترغیب مینماییم.
آینده افغانستان – خواه از نظر اقتصادی، سیاسی، اجتماعی یا فرهنگی بطور عمیق با آینده منطقه خویش درهم پیچیده است و این چنین خواهد ماند. در واقع، روی همین منظور ما در نوامبر گذشته با شرکای منطقوی و بین المللی خویش "پروسه استانبول برای همکاری و امنیت منطقوی برای افغانستان" را راه اندازی نمودیم. و روی همین منظور ما با دولت تاجکستان در اوایل سال روان در ارتباط به تنطیم پنجمین کنفرانس همکاری های اقتصادی منطقوی برای افغانستان یکجا کار نمودیم. با تکیه بر نیروی حرکی که در 12 ماه گذشته در استانبول، دوشنبه و کابل ایجاد گردید، من قویاً اعتقاد دارم که ساختن طرح یکپارچگی اقتصادی منطقوی میان کشور ما و کشور های همسایه پیوند های قوی همکاری و اعتماد را بوجود آورده و منفعت و رفاه را برای همه ما به ارمغان میاورد.
سازمان ایکو منحیث یک نهاد مشترک و تمامی کشور های عضو ایکو منحیث اشتراک کنندگان پروسه استانبول تدابیر محسوسی را برای اعتماد سازی میان کشور های همسایه افغانستان در طیف وسیعی از عرصه ها به شمول امنیت، مبارزه با تروریزم، مبارزه با مواد مخدر، همکاری تجارتی و ترانزیتی، تعلیم، اداره حوادث طبیعی و همچنان انکشاف زیربناء بوجود می آورد.
کمک و حمایت شما از پروسه استانبول حایز اهمیت میباشد، چون ما با هم میتوانیم اعتماد بیشتری را در منطقه ایجاد و در راستای اقدامات مشترک برای بهبود امنیت و رفاه برای مردم ما کار نماییم.
در نتیجه، یکبار دیگر میخواهم مراتب سپاسگذاری خویش را از جمهوری آذربایجان، بخصوص از دوست و همکارم جلالتمآب وزیر خارجه المار مامدیاروف برای مهمان نوازی گرم شان از هیات ما، ابراز نمایم.
تشکر از شما.
***
د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو شورا په شلمه غونډه کې
د افغانستان اسلامي جمهوریت
د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ډاکټر زلمي رسول
وینا
باکو، ۱۳۹۱ کال د تلې ۲۴ مه
جلالتمآب محترم د غونډې مشر،
د اقتصادي همکاریو د سازمان جلالتمآب سکرتر جنرال،
عزتمنو وزیرانو، د قدر وړ همکارانو،
زما له پاره د ډیر ویاړ ځای ده چې دغې مهمې ناستې ته د ایکو د وزیرانو شورا د شلمې غونډې په مناسبت وینا کوم. په پیل کې اجازه راکړې چې د آذربایجان څخه د باکو په ښکلي ښار کې د دغې غونډې د جوړولو او د آذربایجان د حکومت او خلکو د ګرمې میلمه پالنې له امله مننه وکړم.
د خوښۍ ځای ده چې جلالتمآب ډاکټر شامل السکیروف ته د ایکو د نوي سکرتر جنرال په توګه د ټاکنې له امله مبارکي وایم او ورته د ایکو د موخو او فعالیتونو سره، د ګټورې لارې مرستې او پیاوړتیا په برخه کې د خپل دولت باور او ملاتړ څرګندوم.
د وخت نه په ګټې اخیستنې سره همداراز غواړم چې د ترکیې د حکومت او په ځانګړې توګه د خپل ورور د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب ښاغلي احمد داوود اوغلو او د ایکو ۲۰۱۵ لید په اړه د هغه د شخصي وقف او پياوړتیا او په ۲۰۱۰ کال کې په استانبول کې د ایکو د ۱۹ مې غونډې د کوربتوب له امله مننه وکړم.
افغانستان او آذربایجان هغه دوه ملتونه دي چې له یو بل سره د باور، ملګرتیا او ګډو ګټو له لارې تړلې دي.
مونږ د دواړو ملتونو ترمنځ مثبتې، دوستانه او ګټورې دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ په راتلونکې کې د یو بل په هیواد کې د نویو سفارتونو د پرانیستلو له لارې لا غښتلي کولو ته سترګې په لار یو.
خبر شوم چې د وزیرانو شورا د ناستې څخه د مخه زمونږ لوړپوړو چارواکو دلته دوه پرله پسې ورځې ډیرې ګټور کاري ناستې درلودې. د دغو ناستو د پایلو څخه هرکلی کووم او همداراز غواړم چې د آذربایجان د مشرتابه او د ایکو د سکرتریت ټیم د مرستو او لاسته راوړنو ستاینه وکړم.
زمونږ د ناستې راهیسې د ایکو غړو هیوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي همکارۍ د پیاوړی کولو په لور مهم ګامونه اخیستي.
د سیمه ییزې اقتصادي نښلونې، د خپلو وړتیاوو د ښکاره کولو او نویو منابعو په جلبولو او د بهرنۍ مستقیمې پانګه اچونې کچې د پیاوړتیا په موخه، د سوداګرۍ اهمیت باندې د یوې لومړیتوب ورکړل شوې برخې په توګه ټینګار کوو. په دې برخه کې افغانستان په کابل کې د څلورمې تجارتي غونډې او په نساجی او د کانونو په سکتورونو کې پې او پلور ناستو کوربه توب ته سترګې په لاره ده.
دخامو توکو او هغو محصولاتو له پاره چې د ایکو غړو هیوادونو لخوا تولیدیږي، د ایکو د سیمې څخه بهر مارکیټونو ته په ازاده توګه د لاس رسي پيدا کولو په موخه که چیرته خپلې هڅې په ټولیزه توګه متمرکزې کړو، نوکولۍ شو چې ټول ورڅخه ګټه پورته کړو.
زمونږ په سیمه کې د لا زیاتې باور جوړونې او امنیت پياوړتیا او د خپل ولس د سوکالۍ په موخه د یوځای کار کولو له پاره د استانبول بهیر سره ستاسو مرسته او ملاتړ اړین ده. مونږ د سوداګرۍ پر وړاندې د پرتو خنډونو لرې کول او د سیمې په داخل کې د سوداګري پياوړي کول هڅووو، او همداراز د نړۍ د کورني محصول په وده کې، په زیاته کچه د ایکو سیمې د مرستې غوښتونکي یو، ځکه چې زمونږ سیمه په تدریجي توګه د نړې اقتصاد سره یوځای کیږي.
دې حقیقت ته په پاملرنې سره، چې زمونږ په سیمه کې سیمه ایزه سوداګري او پانګونه لا اوس هم د نورې نړۍ په پرتله په ډېره ټیټه کچه ده. باور لرم چې د ایکو د سوداګرۍ او پراختیایې بانک له لارې د ایکو د پانګونې ډېروالی او د خصوصي سکتور پراختیا، اړتیا لري چې لا چټکه شي. خوښ یم دا په ډاګه کړم چې افغانستان د ایکو د بانک غړيتوب ترلاسه کړې ده، او هیله لرو، چې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو د ۵ کنفرانس (ریکا – ۵) د لومړیتوبونو د پلي کولو له پاره د خپلو هڅو سره د ایکو بانک او د سیمه ایزو همکاریو لپاره د استانبول بهیر د یوې برخې په توګه، د قطعي باورجوړولو تدبیرونه، یوځای کړو.
د ترانسپورت په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوې ده. د اسلام آباد – تهران- استانبول له لارې د ایکو د اورګاډو د کانټینرونو او همدارنګه د ایکو د وریښمو ګاډو د کاروان د لارې پرانیستنه، د سیمه ایزې اقتصادي دهلیزونو تر څنګ د لوی سوداګرۍ او پانګونې له پاره د لارې د هوارولو ډېر مهم پړاوونه دي.
د ترانسپورت، انرژي او مخابراتو د زیربناوو پراختیا د ایکو هر غړی یو له بل او نورې نړۍ سره نښلوي او دا نښلوونه لا نور هم پراختیا موندلی شي. په دې برخه کې، یوه مهمه ترانسپورتي او ترانیزیتي لاره چې له افغانستان څخه پېل او د ایکو دسازمان د ځینې غړو هېوادونو له خاورو څخه اروپا او له هغه نه هاخوا غزیږي، د تور سمندر لاره ده. د اورګاډو د پټلیو لمړنۍ لاره به د ترکمنستان له لارې افغانستان له مدیترانې، ګرجستان او ترکیې سره و نښلوي، چې دا به مونږ او د سیمې نورو هېوادونو ته د دې اجازه راکړي ترڅو له دې لارې څخه د یو مهم ترانسپورتي او ترانزیتي لارې په توګه خلاصو اوبو ته لاره ومومو.
افغانستان همداراز د هغو ګامونو د پورته کولو څخه، چې په ۲۰۱۰ کال کې د اورګاډي د پټلۍ د یوې لارې د جوړیدلو له پاره نیول شوي وو ملاتړ کوي ، چې دا لاره د چین څخه پېل او د قرغزستان جمهوریت، تاجکستان، افغانستان، ایران او ترکیې له لارې اروپا ته غزیږي. څرنګه چې تاسې خبریاست، د افغانستان په خاوره کې د دې ترانسپورتي اورګاډي لارې د شونتیا لمړني څېړنې په دې وروستیو کې ترسره شوي دي، او مونږ هیله من یو چې په سیمه کې د نورور هېوادونو په اړه څېړنې هم ډېر ژر ترسره شي.
د خنډونو د لېرې کولو بهیر ته د چټکټیا ورکولو له پاره د پرېکنده ګامونو پورته کول او همدارنګه د سیمه ایزې سوداګرۍ او ترانزیت له پاره د یوویشتمې پېړۍ زیربناوو جوړول؛ د اړینو پانګونو د دوام او خوندې ساتنې له پاره چې د افغانستان، د ایکو غړو هېوادونو او زمونږ نړیوالو ملګرو له خوا په دې وروستۍ لسیزه کې ترسره شوې، یو ډېر ښه ضمانت دی.
سربېره پر دې، څرنګه چې زمونږ د سیمې یو زیات شمېر خلک په کرنې بوخت دي، ځکه نو مونږ د ایکو د سیمي د کرنې او د کرنیزې سوداګرۍ د وړتیا په پراخولو کې د ایکو د غړو تر منځ همکاري هڅوو.
د افغانستان اقتصادي، سیاسي، ټولنیز، او یا کلتوري راتلونکي تل د خپلې سیمي له راتلونکي سره تړلې ده او په راتلونکې کې به هم تړلي وي. د همدې له پاره، مونږ د خپلو نړیوالو او سیمه ایزو ملګرو سره په تېر نوامبر کې "د سیمه ایز امنیت او د افغانستان له پاره د همکاریو په اړه د استانبول بهیر" پېل کړ. ځکه نو مونږ د روان کال په پېل کې د تاجکستان له دولت سره د افغانستان په اړه د سیمه ایزو همکاریو د پنځمې غونډې په جوړولو کې همکاري وکړه. د هغه خوځښت جوړونه چې له یوولسو میاشتو را هیسې په استانبول، دوشنبه او کابل کې رامنځته شوې ده، زه په کلکه باوري یم چې زما د هېواد او زمونږ د ګاونډیانو ترمنځ د سیمه ایز اقتصاد یو موټی کېدنې ودانیز بلاکونه به د باور او همکاریو له پاره لا ټینګ وندونه را منځته کړي، او مونږ ټول به د سولې او نېکمرغۍ له ګتې څخه برخمن کړي.
ایکو د یو ګډونکوونکي سازمان او د ایکو د سازمان ټولو غړو هېوادونو د استانبول د بهیر د ګډونوالو په توګه د افغانستان د ګاونډیانو تر منځ د باور جوړونې له پاره په پراخه کچه په بېلابېلو برخو لکه امنیت، د تروریزم سره مبارزه، د مخدره توکو سره مبارزه، د سوداګرۍ او ترانزیت همکاري، پوهنه، د ناورین مدیریت، او همدارنګه د زیربناوو په پراختیا کې ثابت ګامونه پورته کړي دي.
په پای کې غواړم چې یو ځل بیا د آذربایجان جمهوریت ، په ځانګړي توګه د خپل دوست او همکار د بهرنیو چارو وزیر جلالتمآب المر محمد یاروف، څخه زمونږ پلاوی ته د ګرمې میلمه پالنې له امله خپله کور ودانی څرګنده کړم.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر